د افغانستان د اقتصاد وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست په چین کې د همالیان د ترانسپورت نړیوالې همکارۍ فورم څلورمې غونډې ته په خپله وینا کې له افغانستان سره په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
له افغانستان سره په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا د اقتصاد وزارت ټینګار
16 سرطان 1403 ساعت 11:28
د افغانستان د اقتصاد وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست په چین کې د همالیان د ترانسپورت نړیوالې همکارۍ فورم څلورمې غونډې ته په خپله وینا کې له افغانستان سره په سیمه ییزه او نړیواله کچه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او ورسره پلاوي د همالیان - ترانس نړیوال غونډې په څلورمه ناسته کې د چین په کربه توب ګډون وکړ.
د اقتصاد وزارت وايي، په دې غونډه کې د چاپېریال له ننګونو سره د مبارزې لپاره د مناسبې حل لارې پر لټون، له طبیعت سره د انسان د تعامل او د چاپېریال پر نورو مسایلو خبرې وشوې.
دغه وزارت زیاتوي، چې په دې کتنه کې د اقتصاد وزیر په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو او د اقلیم د بدلونونو له امله د اقتصادي سکټور د زیانمننې او د ټولنیز امنیت، د چاپېریال له زیانونو سره د مبارزې، د اقلیم له بحران سره د مبارزې، د اقتصادي فرصتونو او ظرفیتونو د معرفي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې.
باید وویل شي، چې د اقتصاد وزارت سرپرست او ورسره پلاوی په دې ناسته کې د ګډون په موخه د چهارشنبې په ورځ چین ته ولاړ.
د مطلب کود: 293060