کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزه کې د شهیدانو شمیر تر ۳۸ زرو تنو واوښت

15 سرطان 1403 ساعت 11:13

د فلسطین د روغتیا وزارت د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په نتیجه کښې د فلسطینی شهیدانو وروستۍ احصائیې اعلان کړې چې د شهیدانو شمیر له ۳۸ زرو تنو څخه اوښتی دی.


آوا: د فلسطین د روغتیا وزارت نن (پنجشنبه) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو د شهیدانو شمیر له ۳۸ زرو تنو څخه اوښتی دی.
 
دغه وزارت په یوه راپور کې زیاته کړې: په دې موده کې په غزه کې د شهیدانو شمېر ۳۸ زره ۱۱ تنه شهیدان او د ټپیانو شمېر ۸۷ زره ۴۴۵ ته رسېدلی دی.
 
د ایران د مطبوعاتو او د لبنان د النشره ویب پاڼې د راپور له مخې، د فلسطین د روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د څلورو تنو په وژلو سره ۵۸ فلسطینیان شهیدان او ۱۷۹ تنه نور ټپیان شوی 


د مطلب کود: 293021

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/293021/په-غزه-کې-د-شهیدانو-شمیر-تر-۳۸-زرو-تنو-واوښت

آوا
  https://www.avapress.com