آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن (چهارشنبه د سرطان ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له لومړي وزیر سره کتلې.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، په دې کتنه کې د لویو دوه اړخیزو او سیمه ییزو پروژو او پروګرامونو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د حجم پر زياتوالي، د اورګاډي او سړک له لارې د ترانزيټي اسانتياوو د برابرولو، د افغانستان د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان د پانګونې د جلبولو او په مشخصو برخو کې د کاري کمېټو پر جوړولو خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د ازبکستان لومړي وزیر د سرخان دریا – پلخمري برېښنا مزي او تر کابله د حیرتان – هرات – سپین بولدک د اورګاډي کرښې په برخه کې مستقیمې پانګونې ته د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ.
د صنایعو وزارت وايي، د بحث شویو موضوعاتو د ښه تعقیب او عملي کولو په موخه ټاکل شوې چې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارف په نږدې راتلونکي کې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
باید وویل شي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د یوه پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په هدف د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی دی.