کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تاریخي اثارو د ساتنې او د ګرځندوی صنعت د ودې په برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅې

13 سرطان 1403 ساعت 12:45

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست د غور ولايت د تاريخي ابداتو د ساتنې او په نيمروز ولايت کې د ګرځندوى د صنعت د ودې په اړه د دغو دوو ولايتونو له واليانو سره وکتل او خبرې يې وکړې.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه د نیمروز له والي محمد خالد قاسم سره وکتل. 

ملا خيرخواه په دې کتنه کې وويل چې موږ د نيمروز کلتوری، نشراتي او ګرځندوى برخو ته ډېره پاملرنه کوو او د پرمختګ لپاره يې پوره هڅه کوو.

له بلې خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د غور له والي مولوي احمدشاه دین دوست سره د لرغونو سیمو، د کتابتون د جوړولو او د جام د تاریخي منار په اړه وکتل.

په دې کتنه کې ملا خیرخواه زیاته کړه چې دغه وزارت د غور ولایت د ځوانانو د تعلیم او فکري سمون، د تاریخي ابداتو د ساتنې او د جام د تاریخي منار د ساتنې په برخه کې چې یو له لرغونو اثارو څخه دی، خپلې هڅې ترسره کوي. 

په دې کتنه کې د غور والي په دغه ولايت کې د لرغونو سيمو، تاريخي ابداتو، د کتابتون د جوړولو او د يوه معياري موزيم د جوړولو په اړه خبرې وکړې.


د مطلب کود: 292924

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292924/د-تاریخي-اثارو-ساتنې-او-ګرځندوی-صنعت-ودې-په-برخه-کې-اطلاعاتو-کلتور-وزارت-هڅې

آوا
  https://www.avapress.com