د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) سږ کال په افغانستان کې د دغه سازمان له خوا د ۱۹۰ لومړنیو ښوونځیو د بیارغونې اعلان وکړ.
یونیسف په هیواد کې ۱۹۰ لومړني ښوونځي ترمیموي
13 سرطان 1403 ساعت 9:06
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) سږ کال په افغانستان کې د دغه سازمان له خوا د ۱۹۰ لومړنیو ښوونځیو د بیارغونې اعلان وکړ.
آوا - کابل: یونیسف په ایکس کې یوه مقاله خپره کړې چې د دغو ښوونځیو د بیارغونې چارې به د اروپایی ټولنې په مرسته ترسره شی او ۲۰۰ زره افغان ماشومان به په دغو ښوونځیو کې زده کړې وکړی.
د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق تر دې مخکې هم په افغانستان کې يو شمېر ښوونځي بېرته رغولي وو.
د مطلب کود: 292901