کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مالیې سرپرست وزیر:

په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه شته

12 سرطان 1403 ساعت 11:24

د مالیې وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست د ازبکستان له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره په کتنه کې ویلي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم فرصتونه برابر دي.


آوا - کابل: د اسلامی امارت د مالیې وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد ناصر اخند د ازبکستان له یو شمېر پانګوالو او سوداګرو سره وکتل.

د مالیې وزارت سرپرست په دې کتنه کې وویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازم فرصتونه برابر دي او پانګوال کولای شي په پوره ډاډ سره په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

ملا محمد ناصر اخند په افغانستان کې د ازبک پانګوالو لپاره د لازمو همکاریو او د بنسټیزو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ هم ورکړ.

د ازبکستان پانګوالو په افغانستان کې د کانونو، صنعت، برېښنا او د سیستم د عصري کولو په برخو کې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه او د پانګونې په برخه کې یې د مالیې وزارت د لازمې همکارۍ غوښتنه وکړه.

باید وویل شي، چې له دې وړاندې د ازبکستان د سوداګرو او پانګوالو پلاوي هم د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره کتلي وو.


د مطلب کود: 292870

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292870/په-افغانستان-کې-د-پانګونې-لپاره-ښه-فرصتونه-شته

آوا
  https://www.avapress.com