کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هیواد کې د تولیدي فابریکو د جوړولو لپاره د ازبک پانګوالو لیوالتیا

12 سرطان 1403 ساعت 9:13

د ازبکستان يو شمېر سوداګرو او پانګوالو د رئیس الوزرا اداري مرستيال سره په کتنه کې په افغانستان کې د انرژۍ په سکټور، د نفتو د استخراج او د توليدي فابريکو په جوړولو کې له پانګونې سره لېوالتيا څرګنده کړه.


آوا - کابل: د ارګ پاڼې په یوه بیان کې لیکلي، چې د ازبکستان یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د رئیس الوزرا د دفتر له اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل.

په دې کتنه کې د ازبکستان سوداګرو او پانګوالو په افغانستان کې د انرژۍ، نساجۍ، نفتو او کانونو په برخو کې د پانګونې، د تولیدي فابریکو او زیربناوو په جوړولو خوښي څرګنده کړه.

په دې کتنه کې د ازبکستان د انرژۍ شرکت رييس افغانستان ته د دغه پلاوي د سفر هدف د دغه وزارت اداري مرستيال ته وړاندې کړ.

له بلې خوا د رئیس الوزرا اداري مرستيال وويل چې اسلامي امارت په هيواد کې دپانګوالو او بهرنيو شرکتونو دټولو سوداګريزو فعاليتونو هرکلى کوي او هغوى ته ټولې لازمې اسانتياوې برابروي.


د مطلب کود: 292834

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292834/په-هیواد-کې-د-تولیدي-فابریکو-جوړولو-لپاره-ازبک-پانګوالو-لیوالتیا

آوا
  https://www.avapress.com