کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې ناستې پیل اغېزمن وباله

11 سرطان 1403 ساعت 12:01

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د دوحې د درېیمې ناستې کوربه د افغانستان په اړه د دغې ناستې پیلېدل اغېزمن بولي او وايي، دا لومړی ځل دی چې د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت استازي له یو بل سره ویني.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې مېرمن روزمارو دی کارلو ویلي چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته ګټوره پیل شوې ده.

ډی کارلو په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا لومړی ځل دی چې د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت استازي یو له بل سره ویني.

هغه هیله څرګنده کړه چې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د مرستې لپاره «اصول تعامل» ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.


د مطلب کود: 292799

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292799/ملګرو-ملتونو-د-دوحې-درېیمې-ناستې-پیل-اغېزمن-وباله

آوا
  https://www.avapress.com