د اسلامي امارت ویاند او د دوحې په دریمه ناسته کې د افغان پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد نن سهار د دوحې د دریمې ناستې د دویم پړاو د پیل اعلان وکړ.
د دوحې د ناستې د دویم پړاو پیل، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او له نشه یي توکو سره پر مبارزې متمرکز دی
11 سرطان 1403 ساعت 10:35
د اسلامي امارت ویاند او د دوحې په دریمه ناسته کې د افغان پلاوي مشر مولوي ذبیح الله مجاهد نن سهار د دوحې د دریمې ناستې د دویم پړاو د پیل اعلان وکړ.
آوا - کابل: مولوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته وویل چې د افغانستان استازی به په نننۍ غونډه کې د خصوصي سکتور د ملاتړ، له نشه يي توکو سره د مبارزې او د بدیل کښتونو د جلبولو په اړه دوه جلا ویناوې وکړي.
د دوحې د درېیمې غونډې لومړی پړاو تېره شپه پر ځايي وخت د (جون ۳۰مه) په ۶:۴۵ بجو پیل او د شپې په ۸:۴۵ بجو پای ته ورسېد.
د اسلامي امارت ویاند او د افغان پلاوي مشر د دوحې د دریمې ناستې په پرانستونکې وینا کې د نشه يي توکو د کښت د بدیل په برخه کې د هیوادونو همکاري اړینه وبلله او ویې ویل چې اسلامي امارت غواړي د دیني او ملي ارزښتونو په ساتنه کې له غربي هېوادونو سره د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه ګڼي او وايي چې د افغانستان بانکي بندیزونه باید لیرې شي.
په دې غونډه کې د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و. د ملګرو ملتونو په کوربه توب په دوحه کې دریمه غونډه پیل شوه.
د مطلب کود: 292789