کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عراق د مقاومت ځواکونو په اشغال شوی ایلات کې برید وکړ

11 سرطان 1403 ساعت 9:40

د عراق د اسلامي مقاومت ډلې اعلان وکړ چې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله یې په اشغال شوي ایلات کې یو مهم هدف په نښه کړی دی.


آوا: د عراق اسلامی مقاومت نن سهار (دوشنبه، د سرطان ۱۱مه) د بې پیلوټه الوتکې په وسیله یې په اشغال شوي ایلات کې یو مهم هدف په نښه کړی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، د عراق مقاومت اعلان وکړ چې د بې پیلوټه الوتکې په وسیله یې د ام الرعش په بندر کې پر یو مهم هدف برید کړی دی.

د اسرائیلو په خلاف په تیرو عملیاتو کښې د عراق مقاومت خبرداری ورکړی وو چې که صهیونیسټ رژیم په غزې تړانګې خپلو حملو ته دوام ورکړی نو د دغه رژیم دپوځونو پرضد به خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی.

په اشغال شوي گولان کې دبې پيلوټه الوتکې دبريد په نتيجه کې ١٨ صهيونيستي پوځيان ټپيان شول.

د اسرایلو پوځ اعلان کړی، چې د ګولان په لوړو کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د دغه رژیم ۱۸ پوځیان ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو د پوځ د بیان له مخې، د یکشنبې په ورځ د ګولان کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د چاودېدو په نتیجه کې ۱۸ اسرائیلي پوځیان ټپیان شول.

تر دې مخکې د الجزیرې تلویزیون د اسرائیلي سرچینو په حواله خبر ورکړی وو چې نهه تنه اسرائیلي سرتیري ټپیان شوي دي.
صهیونیسټ رژیم دا نه دي ویلي چې دغه ډرون له کوم ځای څخه ویشتل شوی دی.


د مطلب کود: 292775

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292775/د-عراق-مقاومت-ځواکونو-په-اشغال-شوی-ایلات-کې-برید-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com