په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشر له اروپايي ټولنې څخه د یوې بشري الوتنې له لارې کابل ته د ۹۸ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو د لېږد خبر ورکړ.
اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۹۸ ټنه درمل او طبي تجهیزاتو مرسته وکړه
11 سرطان 1403 ساعت 9:31
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مشر له اروپايي ټولنې څخه د یوې بشري الوتنې له لارې کابل ته د ۹۸ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو د لېږد خبر ورکړ.
آوا - کابل: رفایلا ادیس په ایکس کې لیکلي چې دا مرستې به نه یوازې خوارځواکي ماشومانو ته، بلکې د وروستیو سیلابونو ټپیانو او قربانیانو ته هم ورسیږي.
د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د ساتنې او بشري مرستو د څانګې مشر جانز لینارسک هم کابل ته د دغې اندازې مرستو د رسولو اعلان کړی دی.
هغه د روان کال په مې مياشت کې په افغانستان کې ويجاړوونکو سېلابونو ته په اشارې سره وويل چې د افغانستان په شمال او مرکز کې لا هم خلک له دغو سېلابونو څخه روغ رمټ دي.
د اروپايي ټولنې د ملکي وګړو د خوندیتوب او بشري مرستو د څانګې مشر وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې اروپايي ټولنې په ۳۶ بشري الوتنو کې افغانستان ته ۱۷۵۰ ټنه مرستندویه توکي لېږدولي دي.
د مطلب کود: 292771