کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان صادرات له ۳۰۰ میلیونو ډالرو ډېر شوي دي

11 سرطان 1403 ساعت 8:59

د هېواد د صنايعو او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام اخندزاده جواد وويل، چې د روان کال په لومړيو درېيو مياشتو کې له هېواد څخه د ٣٠٤ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.


آوا - کابل: د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د افغانستان صادرات په منظم ډول دوام لري او په دې موده کې د ۳۰۴ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

عبدالسلام جواد اخندزاده وويل، چې د دغو صادراتو ډېره برخه پاکستان، ايران، متحده عربي اماراتو، هند، اتريش، ازبکستان، روسيې او نورو هېوادونو ته کېږي.

ښاغلي اخندزاده همداراز زیاته کړه: د افغانستان صادرات او واردات د ۱۴۰۳ کال په لومړۍ ربع کې ۲ میلیارده ۵۷۷ میلیونه ډالره وو چې له دې جملې څخه ۳۰۴ میلیونه ډالر صادرات او ۲ میلیارده ۲۷۳ میلیونه ډالره واردات وو.

په همدې حال کې د خصوصي سکتور غړو له صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل چې د هېواد د صادراتو د زیاتوالي په موخه دې د ټرانسپورټ په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د آریانا نیوز د راپور له مخې، د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وویل: لکه څنګه چې سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوي، سوداګر کولای شي له دغو ښو فرصتونو ګټه پورته کړي.

له بلې خوا د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې هر څومره چې د نړۍ په بازارونو کې افغاني محصولات بازار ته وړاندې شي، په هماغه اندازه به صادرات زیات شي او د هېواد پر اقتصادي وضعیت به مثبته اغېزه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې له ګاونډيو هېوادونو سره د بهرنۍ سوداګرۍ د ودې لپاره ډېرې هڅې شوې دي.


د مطلب کود: 292762

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292762/د-روان-کال-په-لومړیو-دریو-میاشتو-کې-افغانستان-صادرات-له-۳۰۰-میلیونو-ډالرو-ډېر-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com