د جرمنی د سوسیال دیموکرات ګوند ویاند په افغانستان کې د دغه هیواد د سفارت د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې اوږدمهاله بندیزونه بې اغیزې دي.
د جرمنی د سوسیال دیموکرات ګوند په افغانستان کې د دغه هیواد د سفارت د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه
10 سرطان 1403 ساعت 15:12
د جرمنی د سوسیال دیموکرات ګوند ویاند په افغانستان کې د دغه هیواد د سفارت د بیا پرانستلو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې اوږدمهاله بندیزونه بې اغیزې دي.
آوا - کابل: د جرمنی د سوسیال دموکراتیک ګوند چې لومړی وزیر یې هم له دغه ګوند څخه دی، په کابل کې د جرمنی د سفارت د بیا پرانستلو او افغانستان ته د آلماني دیپلوماتانو د استولو غوښتنه کړې ده.
د ملي ټلویزیون د راپور له مخې، د دغه ګوند ویاند نیلز شمید په یوه مقاله کې چې د ټاګوس شپیګل ورځپاڼې له خوا خپره شوې ویلي، چې اوږدمهاله بندیزونه له هیچا سره مرسته نه کوي.
نوموړي په اوسنيو شرايطو کې له افغانستان سره د ډيپلوماټيکو اړيکو او پراختيايي مرستو نه انکار د بدمرغۍ تازه کول وبلل.
د دې مادې په یوه برخه کې راغلي چې «یوازې په دې صورت کې په افغانستان کې د خپل سفارت په پرانستلو سره کولای شو چې د افغانستان د وضعیت کره انځور ولرو او دا به په افغانستان کې د جرمنی د بامعني او هدفمند تعامل بنسټ وي.
په همدې حال کې د افغانستان د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ملا حمدالله فطرت د جرمنی د سوسیال دموکراتیک ګوند د غړو غوښتنه په کابل کې د دغه هیواد د سفارت د بیا پرانستلو غوښتنه له برلین سره د کابل د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام بللی دی.
له بلې خوا د نړیوالو اړیکو کارپوه خدیار فخري په دې باور دی چې په افغانستان کې د جرمني د سفارت بیا پرانستل به له نړیوالې ټولنې سره د کابل پر اړیکو ناوړه اغیز وکړي.
د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د جرمني د سفارت د بيا پرانستلو غوښتنه د دغه هېواد د سوسيال ديموکرات ګوند له خوا په داسې حال کې شوې، چې تر دې مخکې د نيکاراګوا حکومت په چين کې د دغه هېواد سفير مايکل کمپبل په افغانستان کې د خپل سفير په توګه ونوماوه.
د مطلب کود: 292747