کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاظمي قمي:

د افغانستان پیچلي وضعیت له ټولو خواوو سره هراړخیز خبرو ته اړتیا لري

10 سرطان 1403 ساعت 10:42

د افغانستان لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او خاص استازی حسن کاظمی قمی د دوحې دریمې غونډې ته د خپل سفر په اعلانولو سره وویل د افغانستان او سیمې پیچلی او خطرناک حالات له ټولو خواو سره هراړخیزو مشورو ته اړتیا لری.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی په ایکس پاڼه کې د افغانستان په اړه د دوحې په دریمه غونډه کې د ګډون په موخه دوحې ته خپل سفر اعلان کړ.

حسن کاظمي قمي لیکلي: زمونږ هدف د ملګروملتونو چارواکو او په دغه غونډه کښې د ګډون کوونکو هیوادونو چارواکو ته په دغه هیواد کښې د بشردوستانه سیاستونو بیانول، د افغانستان په اړه د تهران د اندیښنو څرګندول او د ایران د اسلامي جمهوریت د بشردوستانه سیاستونو روښانه کول دي.

د ایران سفیر زیاته کړه چې د افغانستان او سیمې پیچلي او خطرناک شرایط له ټولو خواوو سره هراړخیز مشورو ته اړتیا لري.

هغه هیله څرګنده کړه، چې راتلونکې خبرې اترې به د افغانانو د کړاوونو د کمېدو لامل شي او سوله او ثبات، امنیت او د بهرنیانو له مداخلې پرته د خلکو د آزادې ارادې پر بنسټ یو حکومت رامنځته شي.

ټاکل شوې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه نن او سبا (د سرطان په ۱۰ او ۱۱) د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په حضور کې جوړه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په دې غونډه کې به د شپږ کسیز پلاوي په مشرۍ ګډون وکړي.


د مطلب کود: 292710

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292710/د-افغانستان-پیچلي-وضعیت-له-ټولو-خواوو-سره-هراړخیز-خبرو-ته-اړتیا-لري

آوا
  https://www.avapress.com