کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پلازمینې په یوه روغتون کې د ۱۸،۰۰۰ څخه ډیر جراحي په وړیا توګه ترسره شوي دي

10 سرطان 1403 ساعت 10:25

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېر کال کې د استقلال په ملي او تخصصي روغتون کې ۱۸ زره او ۴۷ جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره شوي دي.


آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه روغتون له ۱۸۶۵۰۰ څخه زیاتو ناروغانو د سراپا او ۲۹۲۷۲ تنو ته په داخله څانګه کې خدمات وړاندې کړي دي.

په ورته وخت کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د کموالي له امله د هېواد روغتیايي سیستم له یو شمېر ستونزو سره مخ دی.


د مطلب کود: 292704

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292704/د-پلازمینې-په-یوه-روغتون-کې-۱۸-۰۰۰-څخه-ډیر-جراحي-وړیا-توګه-ترسره-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com