د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې تړانګې د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۸۳۴ تنو ته او د ټپیانو شمیر ۸۶ زره ۸۵۸ تنو ته رسیدلی دی.
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۷ زره ۸۳۴ تنو ته ورسېد
10 سرطان 1403 ساعت 10:21
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې تړانګې د شهیدانو شمیر ۳۷ زره ۸۳۴ تنو ته او د ټپیانو شمیر ۸۶ زره ۸۵۸ تنو ته رسیدلی دی.
آوا: د صهیونیسټی رژیم د وحشیانه حملو له پیله ۲۶۷ ورځې تیرې شوی دی، د دغه رژیم پوځ په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې د فلسطینی کورنیو په خلاف درې جنایتونه ترسره کړل د دغو جنایتونو په پایله کې ۴۰ تنه شهیدان او ۲۲۴ تنه ټپیان شول.
د دغو شهیدانو په شمول د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهیسې په دې سیمه کې د فلسطینی شهیدانو شمیر ۳۷۸۳۴ تنو ته رسیدلی دی. دغه راز په دغه موده کښې ۸۶ زره ۸۵۸ فلسطینیان د صهیونیسټ رژیم د حملو له کبله ژوبل شوی هم دی.
بايد يادونه وشي چې په غزه کې په سلو کې اويا شهيدان او ټپيان ښځې او ماشومان دي.
د مطلب کود: 292703