د صهیونیسټ پوځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په شمال کښې د الشجاعیه سیمې په جنګونو کښې د دغه رژیم څلور پوځیان وژل شوی او پنځه نور سخت ژوبل شوی دی.
د غزې تړانګې په شمال کې ۹ اسراییلي پوځیان وژل شوي او ټپیان شوي دي
10 سرطان 1403 ساعت 10:17
د صهیونیسټ پوځ اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په شمال کښې د الشجاعیه سیمې په جنګونو کښې د دغه رژیم څلور پوځیان وژل شوی او پنځه نور سخت ژوبل شوی دی.
آوا: د اسرائیلو پوځ تېره شپه اعلان وکړ، چې د غزې تړانګې په شمال کې د الشجاعیه سیمې په جګړه کې یې ۴ تنه عسکر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي عسکر اشغال شویو سیمو ته انتقال کړي دي.
تر دې مخکې اسرائیلي رسنیو اعلان کړی و، چې د الشجاعیه په سیمه کې د اشغالګرو او فلسطینیانو تر منځ د سختې جګړې په ترڅ کې ۴ اسرائیلي پوځیان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د عزالدین قسام کنډک هم اعلان وکړ چې په الشجاع سیمه کښې یې له نیواکګرو سره په سختو جګړو کښې نیواکګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
قاسم ټینګار وکړ د غزې د ښار په ختیځ کښې د الشجاعیه په سیمه کښې د بغداد په کوڅه کښې د نیواکګرو ځواکونو د راغونډیدو ځای په نښه کولو لپاره یې هاوان وویشتل.
په همدې حال کې ویل شوي چې د لویدیځې غاړې په جنین ښار کې د وروستیو وسله والو نښتو په ترڅ کې یو اسرائیلي عسکر وژل شوی او لږ تر لږه ۱۷ نور صهیونیسټي پوځیان ټپیان شوي دي.
د مطلب کود: 292701