د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د بامیان ولایت په مرکز کې د لاسي صنایعو د بازار د پرانیستلو خبر ورکړ.
د بامیان ولایت په مرکز کې د لاسي صنایعو بازار پرانیستل شو
10 سرطان 1403 ساعت 10:14
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د بامیان ولایت په مرکز کې د لاسي صنایعو د بازار د پرانیستلو خبر ورکړ.
آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن سه شنبه د سرطان په ۹ مه د دغه ولایت په مرکز کې د لاسي صنایعو د بازار د پرانیستلو خبر ورکړ.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه بازار د دغه ولايت د صنايعو او سوداګرۍ رياست له لوري د معارف په واټ کې د علماوو، سوداګرو او د ټولنې د استازو په شتون سره پرانيستل شو.
د باميان ولايت د صنعت او سوداګرۍ رئيس حفيظ نورزي امين زاده د دغه بازار د پرانېستې په مراسمو کې د باميان د خلکو له ملاتړ څخه مننه وکړه.
ده دغه راز زياته کړه چې د باميان د صنايعو او سوداګرۍ رياست هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د پانګوالو، صنعتکارانو او متشبثينو لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته کړي.
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د باميان د دشت عيسی خان په سيمه کې، چې د باميان نوی مارکېټ موقعيت لري، د ښځو د لاسي صنايعو بازار پرانيستل شو.
د مطلب کود: 292699