کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سفر د منځنۍ اسیا هېوادونو ته

9 سرطان 1403 ساعت 14:05

د ملګرو ملتو د سرمنشي وياند د اقليمي بدلون په اړوند د پروژو د ليدنې په مقصد د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو ته د دغه سازمان د سرمنشي انتونيو ګوتريس د سفر خبر ورکړ.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک، منځنۍ اسیا ته د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتریش د سفر په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې او زیاته کړې یې ده چې نن (شنبه، د سرطان ۹ مه) هغه له ازبکستان څخه خپل سفر پیل کړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ویاند په وینا ښاغلی ګوتریش به له تاشکند وروسته د قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو ته سفر وکړي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې منځنۍ اسیا ته د ښاغلي ګوتیریس د سفر موخه د دغو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته او د اقلیم د بدلون په تړاو له پروژو لیدنه ده.

د يادونې ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي به د شانګهاى د همکاريو د سازمان په سرمشريزه کې چې د روان کال د جولای په څلورمه نېټه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړېږي، هم ګډون او وينا وکړي.


د مطلب کود: 292671

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292671/د-ملګرو-ملتونو-عمومي-منشي-سفر-منځنۍ-اسیا-هېوادونو-ته

آوا
  https://www.avapress.com