د پاکستاني رسنیو په وینا د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ځي.
شهباز شریف د پاکستان د سیمه ایزو اړیکو د ټینګولو لپاره تاجکستان ته ځي
9 سرطان 1403 ساعت 12:13
د پاکستاني رسنیو په وینا د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف په دوه ورځني رسمي سفر تاجکستان ته ځي.
آوا: تاجکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه له ټاکل کیدو وروسته د خپل لومړي بهرني سفر په موخه د سه شنبې په ورځ (د سرطان ۱۲مه) تاجکستان ته ځي.
د دغه سفر موخه د سیمه ییزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د اسلام آباد لېوالتیا ښودل شوې او ټاکل شوې چې دغه سفر د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ ترسره شي.
ښاغلی شریف به د دغه سفر په ترڅ کې د دوشنبې په ورځ په استانه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې له ګډون مخکې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره وګوري.
د رسنیو د راپور له مخې، تمه کیږي چې دواړه مشران په ۲۰۲۲ کې پاکستان ته د رحمان د سفر په جریان کې د شوي تړونونو پلي کولو، د کاسا ۱۰۰۰ انرژۍ پروژې تمرکز او د ټرانسپورټ او امنیت په برخه کې د همکارۍ پراخولو په اړه خبرې وکړي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې له تاجکستان او قرغزستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږدولو په هدف ټاکل شوې، نیمګړې پاتې ده.
تاجکستان د پاکستان بندرونو ته د لاسرسي په لټه کې دی، په داسې حال کې چې پاکستان غواړي د منځنۍ اسیا د لېږد رالېږد مرکز شي.
د مطلب کود: 292654