کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسلامي امارت ویاند:

د افغانستان او ایران اړیکې اړینې دي/ هیله لرو چې د ټاکنو پایله به د ایران د خلکو لپاره ښه وي

9 سرطان 1403 ساعت 10:23

د اسلامي امارت ویاند د کابل او تهران اړیکې اړینې بللې او ویلې چې هر هغه حکومت چې په ایران کې واک ته ورسیږي له افغانستان سره به خپلې اړیکې ښې کړي. په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي هم په افغانستان کې د دغه هېواد له سیاسي پلاوي سره د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو کې د سرپرست حکومت د همکارۍ یادونه کړې ده.


آوا: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایران د ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې سره ویلي: موږ د ایران لپاره د خیر غوښتونکي یو.

هغه وويل: هر هغه حکومت چې په ايران کې واک ته رسيږي له افغانستان سره به خپلې اړيکې د نن په شان ښې کړي، ځکه چې دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

د اسلامي امارت ویاند دې ته په اشارې سره چې د ایران راتلونکی حکومت به په هماغه لاره روان وي چې اوس روانه ده، زیاته کړه: اسلامي امارت هڅه کوي هغه دریځ ته دوام ورکړي چې دواړه هیوادونه د اقتصاد، دیپلوماسۍ په برخو کې لري او هیله لرو چې د ایران اسلامي جمهوریت هم په همدې موقف کې وي.

پرون په ایران کې د رایې اچونې له بهیر سره د ایران ۵ سیاسي استازو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په افغانستان کې میشتو ایرانیانو ته د رایې ورکولو په موخه فعالیت درلود.

حسن کاظمي قمي؛ په کابل کې د ایران د سفارت مشر هم اعلان وکړ چې د ایران د څوارلسمې دورې د ولسمشریزو ټاکنو کښې د رای ورکولو بهیر په افغانستان کښې د دغه هیواد په سفارت او قونسلګریو کې د سرپرست حکومت په همکارۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت د سرپرست په وينا، د رايې ورکولو بهير د پلازمېنې سربېره په کندهار، جلال آباد، هرات او مزارشريف کې د دغه هېواد په قونسلګريو کې هم په لاره واچول شو او په کې مېشتو ايرانيانو برخه اخيستې وه. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې محمد صدیقي فر؛ په هرات کې د ایران قونسل جنرال هم اعلان وکړ چې د افغانستان په لویدیځ کې د ایران د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو کې د سرپرست حکومت چارواکو لازمه همکاري کړې ده.

صدیقي فر له سحر ټلویزیون سره په مرکه کښې وویل د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو په افغانستان کښې د ایرانی اتباعو لپاره د رایې ورکولو د زمینې په برابرولو کښې د ایران له اسلامی جمهوریت سره ښه ملګرتیا کړې ده.


د مطلب کود: 292643

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292643/د-افغانستان-او-ایران-اړیکې-اړینې-دي-هیله-لرو-چې-ټاکنو-پایله-خلکو-لپاره-ښه-وي

آوا
  https://www.avapress.com