کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ایران ولسمشریزې ټاکنې د وړاندوینو له مخې دویم پړاو ته غځول شوې دي

9 سرطان 1403 ساعت 9:58

د ایران په اسلامی جمهوریت کښې ځینو خبری سرچینو ویلی دی چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ د څوارلسمې دورې د ټاکنې د رایو د بیا شمیرنې د غیر رسمی پایلو له اعلانیدو سره په احتمالی توګه دوهم پړاو ته غځیدلی دی. د ١٤ ميليونو رايو د شمېرنې د اعلان له مخې، مسعود بزشکيان د شاوخوا ٦ ميليونو رايو په لرلو او سعيد جليلي د ٥،٥ ميليونو رايو په لرلو سره له يو بل سره نږدې سيالي کوي.


آوا - د تهران: تسنیم خبری آژانس په دې هکله په یو راپور کې لیکلی: تر اوسه د شمیرل شویو رایو په اساس، مسعود پزشکیان او جلیلی به دویم پړاو ته لاړ شی او د سرطان په ۱۵ مه نیټه به د د ولسمشریزو ټاکنو د دویم پړاو شاهدان اووسو.
له بلې خوا، د دې ټاکنو په اړه د تسنیم راپور څرګندوي چې شاوخوا ۴۰٪ ایرانیانو په ټاکنو کې برخه اخیستې ده.
خو د ایران د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د بیا شمېرنې د وروستیو شمېرو له مخې، مسعود پزشکیان او سعید جلیلي لا هم په نژدې رقابت کې دي او احتمال شته چې د دغو دوو په شتون سره د انتخاباتو دوهم پړاو ترسره شي.

د ایران د انتخاباتو مرکزي دفتر د ۱۴,۰۷۰,۴۶۲ رایو د بیا شمېرنې پایلې اعلان کړې چې پر اساس یې د انتخاباتو د کاندیدانو د رایو وروستی حالت په دې ډول دی:
مسعود پرشکیان: ۵،۹۵۵،۷۸۱
سعید جلیلي: ۵،۵۶۰،۳۲۱
محمد باقر قالیباف: ۱,۸۹۱,۳۸۵
مصطفی پورمحمدي: ۱۱۱،۹۶۷
په دې اساس د ایران د ولسمشریز د ټاکنو په دوهم پړاو کښې د پزشکیان او جلیلی شتون تقریباً یقینی دی.

د ایران د ولسمشریزو ټاکنو د قانون د ۱۲، ۱۳ او ۱۴ مادو له مخې د دغه هېواد د ولسمشر ټاکنې د مطلق اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره ترسره کېږي او که په لومړي پړاو کې هېڅ یو نوماند هم مطلق اکثریت ترلاسه نه کړي، بیاځلۍ ټاکنې کېږي. دا په دې مانا چې هغه دوه نوماندان چې په لومړي پړاو کې تر ټولو زیاتې رایې خپلې کړي په دویم پړاو ټاکنو کې ګډون کوي. د ټاکنو دوهم پړاو به د راتلونکې اونۍ د جمعې په ورځ ترسره شي.
د ایران د انتخاباتو د مرکزي دفتر ویاند هم وایي: څوک چې د ټولو معتبرو او باطلو رایو نیم جمع یو ترلاسه کړي، د انتخاباتو ګټونکی دی. که نه نو، هغه دوه کسان چې ډیرې رایې یې ترلاسه کړې د ټاکنو په دویم پړاو کې سیالي کوي.


د مطلب کود: 292640

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292640/د-ایران-ولسمشریزې-ټاکنې-وړاندوینو-له-مخې-دویم-پړاو-ته-غځول-شوې-دي

آوا
  https://www.avapress.com