کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په تیرو دریو کلونو کې تر زرو زیاتې د مخدره موادو فابریکې ویجاړې شوې

7 سرطان 1403 ساعت 10:05

د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په تېرو درېیو کلونو کې د نشه يي توکو څه باندې ۱۳۰۰ فابریکې او لابراتوارونه له منځه وړل شوي او نږدې ۲۲ زره هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې عملي اقدامات او پرمختګونه، حتی په کم وخت کې او په محدودو منابعو کې د قوي ارادې څرګندونه کوي. 

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د څه باندې ۴۷ زره کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۱۱۹ ټنه نشه يي توکي کشف او ۱۷۲۴۰ تنه مشکوک کسان نیول شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د نشه يي توکو څه باندې ۱۳۰۰ فابریکې او لابراتوارونه له منځه وړل شوي او شاوخوا ۲۲ زره هکتاره ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

په دغه پيغام کې ويل شوي دي چې په کابل کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د پنځه زره بستريز مرکز په جوړولو سره د هېواد له ګوټ ګوټ څخه ١١٥٢٢٠ تنه په نشه يي توکو روږد کسان راټول او درملنه ېي شوي ده.

د کورنیو چارو وزارت په دغه پیغام کې د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د نشه یي توکو د له منځه وړلو، د افغان بزګرانو لپاره د کوکنارو د بدیل د برابرولو او په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې له اسلامي امارت سره مرسته وکړي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل کلني راپور کې په افغانستان کې د تریاکو د توليد د کنټرول او کمښت خبره تاييد کړې وه.


د مطلب کود: 292555

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292555/په-تیرو-دریو-کلونو-کې-تر-زرو-زیاتې-د-مخدره-موادو-فابریکې-ویجاړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com