کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرکټ ملي لوبډلې سویلي افریقا څخه لوبه بایله

7 سرطان 1403 ساعت 9:44

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې ماتې ومنله او د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام سفر ېي پاي ته ورسیدل.


آوا: د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته د ۹ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او وروستي پړاو ته یې لار پیدا کړه.

دا لومړی ځل دی، چې د سویلي افریقا لوبډله د دغو نړیوالو سیالیو وروستي پړاو ته لار مومي.

دا لوبه نن سهار (پنجشنبه د چنګاښ اتمه) د افغانستان پر وخت پېنځه بجې پیل شوه او افغان لوبډلې له پچې ګټلو وروسته د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ۱۱.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۵۶ منډې یې جوړې کړې.

د افغانستان لوبډلې په لوبغاړو کې یوازې عظمت الله عمرزي وکولی شول، چې ۱۰ منډې جوړې کړي؛ د دې سیالۍ نورو توپ‌وهونکي له ۱۰ څخه پر کمو منډو له میدان وویستل شول.

له دې لوبې سره په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سفر هم پای ته ورسېد.


د مطلب کود: 292549

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292549/د-کرکټ-ملي-لوبډلې-سویلي-افریقا-څخه-لوبه-بایله

آوا
  https://www.avapress.com