د باميان ولايت د پنجاب ولسوالۍ يو شمېر کروندګرو د آوا له خبريال سره په خبرو کې وويل، چې سږ کال د دې ولسوالۍ د مڼو باغونه د نباتاتو په مرضونو اخته شوي او حاصلات يې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
د باميان په پنجاب ولسوالۍ کې د نباتاتو د ناروغيو د خپرېدو له امله د مڼو حاصلات له منځه تللي دي
7 سرطان 1403 ساعت 9:19
د باميان ولايت د پنجاب ولسوالۍ يو شمېر کروندګرو د آوا له خبريال سره په خبرو کې وويل، چې سږ کال د دې ولسوالۍ د مڼو باغونه د نباتاتو په مرضونو اخته شوي او حاصلات يې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
آوا - کابل: د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ کروندګر وايي چې د نباتاتو د ناروغیو خپریدو د دوی فصلونه ویجاړ کړي دي.
خادم حسین احمدي چې په پنجاب ولسوالۍ کې یو تن بزګر دی، د آوا له خبریال سره په مرکه کې وايي چې د دې ولسوالۍ د مڼو باغونه د «کرم» له مرضونو سره مخامخ شوي دي.
د ده د څرګندونو له مخې: دغې کرنيزې ناروغۍ سږ کال د دوى د مڼو د باغونو زياتره ميوې له منځه وړي دي.
هغه په ډاګه کړه، چې دا ستونزه د پنجاب ډېرو ولسوالیو ته رسېدلې ده.
بل خوا د دې ولسوالۍ يو بل باغ لرونکي غضنفر وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله د مور افت ډېر شوى او کرنيزو مصالحو هم د دې ناروغۍ په له منځه وړلو کې ډېر اغېز نه دى کړى.
د پنجاب ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي نذير اندېشمند د آوا خبريال ته وويل: "که دا ستونزې هوارې نه شي، ښايي پاتې کښتونه هم د چينجيو له ناروغۍ سره مخ شي او حاصلات به ونه لري."
د يادونې وړ ده، چې افغانستان يو کرنيز هېواد دى او د باميانو ډېرى خلک خپلې اړتياوې د کرنې له لارې پوره کوي.
د مطلب کود: 292543