کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نندارتونونو د جوړولو موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ دی

6 سرطان 1403 ساعت 15:15

په داسې حال کې چې په غزني ولایت کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړیږي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې د دغه نندارتون د جوړیدو موخه په هېواد کې د کورنیو تولیداتو ملاتړ دی.


آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یو شمیر چارواکو په حضور کې د غزني ولایت د کورنیو تولیداتو یو نندارتون جوړ شو. ویل کیږي، چې په دغه نندارتون کې د غزني ولایت او د هېواد له نورو ولایتونو څخه صنعتکارانو حضور درلود او خپل تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړل.

د ملي ټلویزیون د معلوماتو له مخې، په دې نندارتون کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ګډون کړی و او ویې ویل، چې د هېواد په کچه د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه په لاره اچول کېږي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال په هېواد کې د نندارتونونو د پراختيا اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې په ډېرى ولايتونو کې د کورنيو او بهرنيو توليداتو نندارتونونه جوړېږي.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې تېر کال په غزني ولايت کې هېڅ ډول نندارتون نه و، هيله څرګنده کړه چې په دې ولايت کې به د کورنيو توليدي فابريکو د زياتوالي شاهدان واوسو.

ګډونوالو د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو په وده کې مهم وبلل او ویې ویل، چې د نندارتونونو د جوړیدو یوه ګټه دا ده، چې د کورنیو تولیداتو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړل شي، چې له پوهیدو وروسته به یې خامخا ګټه پورته کړي.

ويل کيږي چې په دې نندارتون کې يو شمير ښځو هم خپل لاسي صنايع نندارې ته ايښي وو او خپل توليدات يې نندارې ته ايښي وو.


د مطلب کود: 292519

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292519/د-نندارتونونو-جوړولو-موخه-کورنیو-تولیداتو-ملاتړ-دی

آوا
  https://www.avapress.com