د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان وکړ چې په مکران سمندر کې د اسرائیلو په بیړۍ MSC SARAH V د توغندیو برید شوی دی.
يمن د اسرائيلو په بېړۍ توغنديز بريد وکړ
6 سرطان 1403 ساعت 14:28
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان وکړ چې په مکران سمندر کې د اسرائیلو په بیړۍ MSC SARAH V د توغندیو برید شوی دی.
آوا: یحیی سریع وایی، چې په دغه برید کې یو نوی بالستیک توغندی کارول شوی او دغه توغندی په دقیقه توګه خپل هدف په نښه کړی دی.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند وویل، دغه توغندی له بریالۍ ازموینو وروسته د یمن د توغندیو یونټ ته داخل شو، چې په دقیقه توګه یې په اوږده واټن کې هدف په نښه کړی، چې په دې عملیاتو کې یې خپل موثریت ثابت کړ.
د مطلب کود: 292513