کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې د يوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول

6 سرطان 1403 ساعت 10:25

د اسلامي امارت امنیه قومندانۍ د بغلان ولایت په خوست او فرنګ ولسوالیو کې د ترافيکي پېښې له امله د درېیو ښځو په ګډون د شپږو تنو د وژل کېدو او د دوو ماشومانو او یوې مېرمنې د ټپي کېدو خبر ورکوي.


آوا - کابل: د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شیر احمد برهانی رسنیو ته ویلی، چې دغه پېښه پرون (سه شنبه، سرطان ۵مه) له غرمې مخکې د بغلان ولایت په «کوتل ساچی» سیمه کې رامنځته شوې ده. 

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې يو "فيلډر" ډوله موټر، چې له خوست او فرنګ ولسواليو څخه د پلخمري ښار پر لور روان و، له سړک څخه واوښت او چپه شو.

په بغلان کې د اسلامي امارت امنیه قومندانۍ ویلي چې ټپیان د خوست او فرنګ ولسوالیو له مرکزونو روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د دې پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی.

په افغانستان کې هر کال ترافيکي پېښې سلګونه کسان وژني او سلګونه نور ټپيان او معيوبوي.

د دغو پېښو ډېری لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتوالی بلل کېږي.


د مطلب کود: 292488

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292488/په-بغلان-کې-د-يوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-شپږ-تنه-ووژل-شول-او-درې-نور-ټپيان

آوا
  https://www.avapress.com