د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د افغانستان په روغتیايي برخه کې د پانګونې او د دغه هېواد د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د چین له سفیر سره وکتل
6 سرطان 1403 ساعت 9:33
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره د افغانستان په روغتیايي برخه کې د پانګونې او د دغه هېواد د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو په اړه خبرې کړې دي.
آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل.
په دغه کتنه کې د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیتونو د لوړولو، د چین له خوا د جوړو شویو روغتیايي مرکزونو د هر اړخیز ملاتړ، په روغتیايي برخه کې د پانګونې او په هېواد کې د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه بحثونه وشول.
همدا راز په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ.
بايد يادونه وشي چې چين له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې نږدې او هراړخيزې همکارۍ لري.
د مطلب کود: 292477