کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه هېواد ته د څه دپاسه زر تنه کډوال راستانه شول

5 سرطان 1403 ساعت 10:43

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د ایران له اسلامی جمهوریت څخه د یو زرو او ۴۱ کډوالو په جبری او داوطلبانه توګه هیواد ته د راستنیدو خبر ورکړ.


آوا - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کډوال د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۴ مه) د نیمروز ولایت د ورېښمو د پول له لارې هېواد ته راستانه شول.
 
د کډوالو چارو وزارت وایي، چې له دغو اړو کسانو څخه ۴۸۶ کسان پیژندل شوي او د کډوالو له نړیوال سازمان څخه یې خوراکي او غیر خوراکي توکي ترلاسه کړي دي.
 
دغه وزارت زیاته کړه چې ۱۳۰ کسانو ته سیم کارتونه او ۱۵۶ نورو ته روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
 
د اسلامي امارت د کډوالو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې په دغو کسانو کې شپږ تنه بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې د «PMO» موسسې ته معرفي شوي دي.
 
د روانې اونۍ د شنبې په ورځ ۹۶۷ تنه کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته راستانه شول.
 
په تېر یوه کال کې له ایران څخه د کډوالو د راستنېدو او شړلو لړۍ په پرله پسې ډول دوام لري.
 
د تېر هجري لمریز کال په وروستیو ورځو کې ایراني چارواکو اعلان وکړ چې په یوه کال کې یې تر ۵۲۰ زره ډېر افغان کډوال ایستلي دي.


د مطلب کود: 292429

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292429/له-ایران-څخه-هېواد-ته-د-څه-دپاسه-زر-تنه-کډوال-راستانه-شول

آوا
  https://www.avapress.com