کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تازه مېوې صادروونکي پاکستان ته د صادراتو په بهیر کې له ستونزو شکایت کوي

5 سرطان 1403 ساعت 9:59

په ننګرهار ولایت کې د تازه مېوې او سبزیجاتو صادرونکو رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان له لوري د لوړو تعرفو او پرلپسې د پولو د تړل کېدو له امله پاکستان ته د مېوې د صادراتو بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.


آوا - کابل: په ننګرهار کې د تازه میوو او سبزیجاتو صادرونکي وايي چې پاکستان ته د خپلو توکو د صادراتو په بهیر کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
 
دوی وايي، له یوې خوا پاکستان تعرفه لوړه کړې او له بلې خوا یې وخت په وخت د تورخم دروازه تړلې، چې له امله یې د دوی ملکیتونه ویجاړېږي.
 
دغه صادرونکي د اسلامي امارت له چارواکو غواړي چې دغه ستونزه هواره کړي.
 
په همدې حال کې په ننګرهار کې د تازه مېوو او سبزیجاتو د صادروونکو اتحادیې مسوولین هم د پاکستان د حکومت له کړنو شکایت کوي او وايي چې د صادراتو پر مهال ورته لوی زیان اوښتی دی.
 
د آریانا نیوز د راپور له مخې په ننګرهار کې د تازه میوو او سبزیجاتو د صادرونکو اتحادیې مرستیال خواجه محمد وویل: پاکستان د میوو او سبزیجاتو په تولید کې له وخت څخه په استفادې سره خپل تولیدات ډیروي چې له امله یې زموږ سوداګر نشي کولای خپل توکي پاکستان ته صادر کړي. 
 
د دغه ولایت سیمه ییزو چارواکو هم ویلي، چې هڅه کوي دغه ستونزې له پاکستان سره د خبرو له لارې هوارې کړي.
 
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس صديق الله قريشي ممتاز وويل: "پاکستان له موږ سره ژمنه کړې، چې دا ستونزې به د تفاهم له لارې هواروي، خو له بده مرغه د دوى له ژمنې سره سره لا هم لاره تړل شوې ده. "اسلامي امارت هڅه کوي د یوې بدیلې لارې په اړه فکر وکړي کله چې دروازه وتړل شي او سوداګر زیانمن شي."
 
باید وویل شي، چې پاکستان تل له اقتصادي مسایلو او سوداګریزو اړیکو سیاسي استفاده کړې او هر وخت یې د دغه هېواد سوداګر له ننګونو سره مخ کړي دي.


د مطلب کود: 292421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292421/د-تازه-مېوې-صادروونکي-پاکستان-ته-صادراتو-په-بهیر-کې-له-ستونزو-شکایت-کوي

آوا
  https://www.avapress.com