کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په هېواد کې ۷۰۰ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوي

3 سرطان 1403 ساعت 15:27

د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې چارواکي وايي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې د هېواد ۷۰۲ زره ۱۴۸ اتباعو ته برېښنايي تذکرې وېشلي دي.


آوا - کابل: دغه ریاست په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به په ټول هېواد کې د الکترونیکي تذکرو د وېش مرکزونو له لارې دغه شمېر برېښنايي تذکرې وېشل شوي دي.

د احصایې او اطلاعاتو ملي ادارې خبرپاڼه کاږي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تر ټولو ډېر برېښنايي تذکرې په کابل ولایت کې وېشل شوي، چې څه باندې ۱۳۱ زره هېوادوالو ته وېشل شوي دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ، له کابل وروسته په هرات ولایت کې څه باندې ۶۸ زره، په بلخ کې څه باندې ۴۵ زره، په ننګرهار کې څه باندې ۳۴ زره او په کندز ولایت کې څه باندې ۳۲ زره برېښنایي تذکرې وېشل شوې دي.

باید وویل شي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۸ زره نورو هېوادوالو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته هم خدمات وړاندې شوي دي.


د مطلب کود: 292353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292353/د-روان-کال-په-لومړیو-دریو-میاشتو-کې-هېواد-۷۰۰-زره-الکترونیکي-تذکرې-وېشل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com