کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا او برتانیې یو ځل بیا د یمن په حدیده برید وکړ

3 سرطان 1403 ساعت 8:39

المسيره شبکې د يمن په لويديځ کې د الحديده ولايت په الحديه سيمه کې د امريکا او برتانيې د څلورو هوايي بريدونو خبر ورکړ.


آوا: د یمن یوې امنیتي سرچینې اعلان کړی، چې امریکايي او بریتانوي جنګي الوتکو نن (شنبه) د الحدیده ولایت په «الحیا» سیمه کې څلور بریدونه کړي دي.

تر اوسه د برید د دقیق ځای په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي، خو دوه ورځې وړاندې امریکايي او برتانوي جنګیالیو د یمن په لوېدیځ کې د ریم په ولایت کې د برید په کولو سره په الجیبن سیمه کې پر یوه حکومتي کمپلکس ۴ ځله برید وکړ. هغه ځای چې مخکې پرې برید شوی و.

وروسته له هغې چې یمني ځواکونو د فلسطین له مقاومته خپل ملاتړ اعلان کړ، امریکايي او بریتانوي ځواکونو په ځلونو پر یمن یرغلونه کړي دي.


د مطلب کود: 292302

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292302/امریکا-او-برتانیې-یو-ځل-بیا-د-یمن-په-حدیده-برید-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com