کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی

2 سرطان 1403 ساعت 14:12

د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو د راوتو امکان شته.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د بدخشان په ولایتونو کې نن (شنبه، د سرطان ۲مه) او سبا په تخار، بغلان، پنجشیر، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، غزني، پکتیا، خوست، پکتیکا، دایکندي، بامیان، سمنګان، غور، سرپل او فاریاب ولایتونو کې د ورښتونو او سیلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

د دې ادارې د وړاندوینې له مخې به د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په شمال، لوېديځو، سوېلي او مرکزي ولايتونو کې له ٥٠ تر ٧٥ کيلومتره في ساعت په سرعت سره د دوړو ترڅنګ د سختو بادونو خبر هم ورکړى دى.


د مطلب کود: 292283

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292283/د-هوا-پېژندنې-ادارې-هېواد-په-۲۳-ولایتونو-کې-باران-او-سېلابونو-احتمال-خبرداری-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com