کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه پیل شوه

2 سرطان 1403 ساعت 8:53

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه څو شېبې وړاندې پیل شوه او ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د دغه هېواد د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.


آوا: د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه د جمعې په ورځ د سرطان په لومړۍ نیټه د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیل شوه.

د ملګرو ملتو د سرمنشي مشرې روزا اوتنبایوا په دې غونډه کې وویل چې له شکایتونو سره سره اسلامي امارت توانیدلی چې په دغه هیواد کې ثبات وساتي.

په هرصورت، هغه ټینګار وکړ چې دا موضوع باید د افغانستان د بحراني وضعیت واقعیت پټ نه کړي.

د یوناما مشر ټینګار کړی، چې د نړیوالې ټولنې او افغانستان تر منځ د ستونزې د حل لپاره باید ټولې خواوې د دغه هېواد په اړه په خپلواکو ارزونو کې ذکر شویو شیانو ته ژمن واوسي.

په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

په دغه راپور کې چې د امنیت شورا تر غونډې مخکې خپور شوی، ویل شوي چې د روان کال د فبرورۍ له لومړۍ او د مې تر ۱۳مې پورې په افغانستان کې له ۲۵۰۰ ډېرې امنیتي پېښې ثبت شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان په اړه خبرې کوي، چې د دغه هېواد په اړه د دوحې درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د سرطان میاشتې په ۱۰مه او ۱۱مه نېټه جوړېږي.

اسلامي امارت د روانې اونۍ په سر کې اعلان وکړ چې د دوحې په غونډه کې به د سرپرست حکومت پلاوی ګډون کوي.


د مطلب کود: 292245

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292245/د-افغانستان-په-اړه-امنیت-شورا-غونډه-پیل-شوه

آوا
  https://www.avapress.com