کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې ديوې ترافيکي پيښې له امله درې تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي 

1 سرطان 1403 ساعت 14:21

چارواکي وايي، په بدخشان کې د دوو ترافيکي پېښو له امله درې تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.


آوا‌- کابل: دغه پيښه پرون په ارګو ولسوالۍ کې د دوو موټرونو او موټرسايکلونو د ټکر له امله رامنځته شوه.
 
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامګار د دغو پېښو په تړاو وويل چې په دې پېښه کې د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
 
د بدخشان ولايت د ترافيکو مسوولين د موټر چلوونکو ګړنديتوب او بې احتياطي د دغو خونړيو پيښو اصلي علت بولي.


د مطلب کود: 292233

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292233/په-بدخشان-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-درې-تنه-وژل-شوي-او-څلور-نور-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com