امریکايي او برتانوي جنګي الوتکو د یمن په لویدیځ کې د الحدیده ولایت په سیمو بمباري وکړه.
امریکا او برتانیې یو ځل بیا د یمن په الحدیده ولایت کې پر سیمو بمباري وکړه
31 جوزا 1403 ساعت 9:11
امریکايي او برتانوي جنګي الوتکو د یمن په لویدیځ کې د الحدیده ولایت په سیمو بمباري وکړه.
آوا: امریکايي او بریتانوي جنګي الوتکو د یمن په لویدیځ کې د الحدیده ولایت په جنوب کې د الدارحمي ښار په الطائف سیمه درې ځله بمباري کړې ده.
د یمن بېلابېلې سیمې په تېره بیا الحدیده ولایت په تېرو میاشتو کې د امریکا او انګلستان د یرغلیزو بریدونو هدف ګرځېدلی دی.
ایرنا د المسیره شبکې په حواله لیکی چې دغه حملې د صهیونیسټ رژیم د سمندری محاصرې د ختمولو لپاره د یمن په ملی حکومت باندې د دباو اچولو په هدف ترسره کیږی.
ایرنا خبری اژانس وایی امریکا او انګلستان د ملګروملتونو د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سم د جنورۍ د ۲۱ نیټې په سهار د یمن د انصار الله په مرکزونو حملې پیل کړې.
دا بریدونه وروسته له هغې ترسره شول چې د یمن پوځ د غزې په تړانګه کښې د فلسطین د ولس له مقاومت څخه په ملاتړ کښې د صهیونیسټانو څو بیړۍ یا بیړۍ چې د صهیونیسټانو د نیواک او د صهیونیسټی رژیم په باب المندب تنګی کښې د صهیونیسټی رژیم د نیواکګرو سیمو لپاره تللې وې په نښه کړل.
د یمن دپوځ ځواکونو ژمنه کړې ده چې د صهیونیسټ رژیم لخوا د غزې په تړانګې دخپلو حملو دبندولو لپاره د دغه رژیم په بیړیو یا په سور سمندرګی کښې د نیواک شویو سیمو د تیریدو لپاره په بیړیو حملې ته دوام ورکوی .
د مطلب کود: 292201