کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه ولایت له لاری ۲۶ ولایتونه د نوري فایبر له شبکې سره وصل شول

30 جوزا 1403 ساعت 8:45

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند په افغانستان کې د نوري فایبر له شبکې سره د فراه ولایت د نښلېدو خبر ورکوي او وايي چې تر اوسه د هېواد ۲۶ ولایتونه له نوري فایبر شبکې سره وصل شوي دي.


آوا - کابل: د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، اوسمهال د هېواد اوه برخې د ګاونډیو هېوادونو له لارې د نوري فایبر له خدمتونو سره نښلول شوي او یو شمېر نور هېوادونه هم لېواله دي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

هغه طلوع نیوز ته وویل: «تر اوسه د هېواد ۲۶ ولایتونه له نوري فایبر سره وصل شوي او پرون مو فراه ولایت هم له دې شبکې سره وصل کړ. 

د الکوزي په خبره، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅه کوي چې دغه خدمات د هغو ولایتونو په ولسوالیو کې پراخ کړي چې په دې پروسه کې نه دي شامل.

هغه څرګنده کړه: "موږ د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د هېوادونو په ګډون په ۷ نقطو کې د نوري فایبر له شبکې سره وصل یو."

په ورته وخت کې یو شمېر ښاریان او کارپوهان د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د انټرنیټي خدمتونو پراخول مهم بولي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت څخه غواړي چې د انټرنټ د بیې د راټیټولو او کیفیت د لوړولو په برخه کې زیاتې هڅې وکړي.


د مطلب کود: 292162

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292162/د-فراه-ولایت-له-لاری-۲۶-ولایتونه-نوري-فایبر-شبکې-سره-وصل-شول

آوا
  https://www.avapress.com