کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هغه افغان چې خپل هېوادوال يې وواژه او درې جرمنيان يې ټپيان کړل ووژل شو

27 جوزا 1403 ساعت 11:34

د جرمني پولیس وايي، یو افغان د دغه هېواد د پولیسو له خوا وروسته له هغه په ​​ډزو ووژل شو، چې خپل یو هېوادوال یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل.


آوا: اسوشیتد پرس خبر ورکړی، چې دغه برید د جمعې په ورځ (جون ۱۴) ماښام هغه مهال رامنځ ته شو، کله چې یوه ۲۷ کلن سړي په والمیرشت ښار کې پر یوه بل ۲۳ کلن افغان وګړي د چاقو په وسیله برید وکړ. 

د راپورونو له مخې، درې نور کسان چې د یورو 2024 فوټبال ټورنمنټ د پرانیستې لوبه یې لیدلې د برید په ترڅ کې ټپیان شوي دي.

دپوليسو دچارواکو په وينا دغه سړي په پوليسو هم ډزې کړې وې چې تر ډزو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

په دې پيښه کې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.

باید وویل شي، چې تر اوسه د دغې وژنې انګېزه نه ده څرګنده شوې. د آلمان پولیسو ټینګار وکړ چې "اوس مهال هیڅ داسې شواهد شتون نلري چې د مذهبي انګیزې یا کوم بل انګیزې سره ترسره شي."

د ساکسوني انهالټ ایالت د کورنیو چارو وزیر تامارا زیشینګ هم دغه برید "وحشتناک" وباله او د پېښې په اړه یې د "پراخه او متمرکزې" تحقیقاتو د پیل اعلان وکړ.

په همدې حال کې د یوه افغان له خوا په ورته برید کې چې د یوه جرمني افسر د وژل کېدو لامل شو، پراخ غبرګونونه راوپارول.

تر دې مخکې آلماني چارواکو له دغه هیواد څخه د افغان مهاجرو د ایستلو د بهیر د پیلیدو خبرداری ورکړی وو.


د مطلب کود: 292086

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292086/هغه-افغان-چې-خپل-هېوادوال-يې-وواژه-او-درې-جرمنيان-ټپيان-کړل-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com