کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان او ترکیې سمندري ځواکونه په ختیځه مدیترانه کې تمرین کوي

27 جوزا 1403 ساعت 9:24

د ترکیې او پاکستان سمندري ځواکونو د مدیترانې په ختیځه بحیره کې د جګړې د چمتووالي او همکارۍ د پیاوړتیا په موخه تمرینات ترسره کړل.


آوا: د پاکستان سمندري ځواکونو اعلان وکړ چې د دغه تمرین هدف د دواړو هېوادونو د سمندري ځواکونو تر منځ د ګډو عملیاتو لا زیاتول دي.

د ريډيو پاکستان له مخې د سمندري مشقونو د ترسره كولو نه علاوه په سيمه كښې د غيرقانوني سمندري فعاليتونو په ضد د اقداماتو په اړه د ټېكنكونو او پروسيجرونو د جوړولو موقع هم وركړې شوه۔

بیان کې ویل شوي چې د پاکستان سمندري ځواکونه په ازادو اوبو کې د سمندري امنیت د ساتلو لپاره په ګډو هڅو باور لري او له نورو ځواکونو سره به په ګډه کار کوي.

دواړو هېوادونو تېر کال هم د پاکستان په شمال لوېديځ کې د ترهګرۍ ضد تمرينونه وکړل.

دغه تمرین د تروریستانو د پټنځایونو په پاکولو تمرکز درلود، پشمول د غارونو، د سپنرانو روزنه، د چاودیدونکو توکو په وړاندې د مبارزې او جنګي طبي پاملرنې.

پاکستان او ترکیه له ارمنستان سره د ناګورنو قره باغ سیمې په ۴۴ ورځنۍ جګړه کې د باکو له ملاتړو څخه وو.


د مطلب کود: 292070

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292070/د-پاکستان-او-ترکیې-سمندري-ځواکونه-په-ختیځه-مدیترانه-کې-تمرین-کوي

آوا
  https://www.avapress.com