د باميان ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې د دغه ولايت د سيغان ولسوالۍ او مرکز په ځينو سيمو کې د سېلابونو له امله د مالدارانو ٦٠ سرونه له منځه تللي، چې ٢٠٥ جريبه کرنيزه ځمکه او ١٢ د استوګنې کورونه دي.
په بامیان ولایت کې سیلابونو مالي زیانونه اړولي دي
27 جوزا 1403 ساعت 9:10
د باميان ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې د دغه ولايت د سيغان ولسوالۍ او مرکز په ځينو سيمو کې د سېلابونو له امله د مالدارانو ٦٠ سرونه له منځه تللي، چې ٢٠٥ جريبه کرنيزه ځمکه او ١٢ د استوګنې کورونه دي.
آوا - کابل: د بامیان ولایت د والی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې دغه سیلابونه د دغه ولایت له مرکزی سیمو څخه په سیغان ولسوالۍ او ګلستان سیمه کې راوتلی دی.
د بامیان ولایت د سیغان ولسوالۍ د ترسم او د مرکز ګلستان په کلیو کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.
د باميانو سيمه ييز چارواکي وايي، د سيغان ولسوالۍ د تريسم کلي څخه تر سوخته چنار پورې شاوخوا ٢٦ کيلومتره سړک تخريب شوى او دغه لاره د تېز رفتاره مسافر وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
ویل شوي، چې د سیغان ولسوالۍ چارواکو د سام ریل ګاډي په کلي کې د سېلاب ځای ته ورغلي او له هغو مسافر وړونکو موټرو سره یې مرسته کړې، چې په سېلاب کې بند پاتې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د بامیان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې، سرې میاشتې او ټولګټو ریاستونو مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې ژر تر ژره سیلاب ځپلو سیمو ته ولاړ شي او د بېړنیو خوراکي توکو او جامو مرستې وویشي.
د يادونې ده، چې په تېرو څو اوونيو کې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې سېلابونو ډېر زيانونه اړولي دي.
د مطلب کود: 292062