د اختر په مناسبت ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي/ هیوادوال په پوره ډاډ سره تفریح وکړي!
آوا - کابل: د اسلامي امارت سترې محکمې دوشنبه د جوزا ۲۸مه په ټول هیواد کې د لوی اختر ورځ اعلان کړه.
په ورته وخت کې د کابل ښاریان د لوی اختر لپاره په ډېر لېوالتیا سره تیاری نیسي او په دې ورځو کې د افغانستان د پلازمېنې سړکونه د اختر لپاره له خلکو ډک دي.
په همدې حال کې د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د آوا له خبریال سره په مرکه کې وویل چې د اختر په ورځو کې د امنیت د تامین په خاطر د امنیتي او کشفي ځواکونو ټول منسوبین د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.
هغه وويل، چې په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو پوستې فعالې شوې او زياته يې کړه، چې امنيتي ځواکونو له موټرونو او موټرسايکلونو سره ګرځنده ګزمې پيل کړې دي.
د کامل امنیه قوماندانۍ ویاند د پلازمېنې ښاریانو ته ډاډ ورکړ، چې د اختر شپې او ورځې به په ارامه فضا کې ولمانځي.
د هغه په وينا، هېوادوال کولاى شي د اختر په ورځو کې له امنيتي اندېښنو پرته تفريح او تګ راتګ وکړي.
خالد ځدراڼ د پلازمېنې له ټولو ښاریانو وغوښتل چې د اختر په ورځو کې د کومې ستونزې په صورت کې له ۱۰۰ وړیا شمېرې سره اړیکه ونیسي.
هغه دا هم وويل: "که چېرې هېوادوال کوم مشکوک کس يا عمل وګوري، نو سمدستي دې خبر کړي او د پوليسو شمېرې ته دې زنګ ووهي، هويت به يې په ډاګه نه شي."
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر د رارسیدو په مناسبت په یوه پیغام کې امنیتي مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د خلکو هوساینې، خدمت او خوندیتوب ته پوره پاملرنه وکړي. د اختر په ورځو کې باید د شهیدانو، معلولینو او یتیمانو کورنیو باندی پوښتنه وکړو او هر څومره چې کولای شو مرسته وکړو.