کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزې په ختیځ کښې د صهیونیسټ رژیم وروستی جنایت؛ ۱۹ فلسطینیان شهیدان شول

26 جوزا 1403 ساعت 14:05

صهیونیسټي رژیم په غزې ښار کښې په خپل وروستي جنایت کښې نن سهار (شنبه د جوزا ۲۵مه) په ختیځه غزه کښې په بمبارۍ سره ۱۹ نور فلسطینیان شهیدان کړل.


آوا: د غزې د جګړې د ۲۵۳مې ورځې په سهار، صهیونیسټ رژیم د غزې تړانګې په مختلفو سیمو په بمباریو سره خپلو جنایتونو ته دوام ورکړ.

فلسطیني رسنیو خبر ورکړی دی چې نن سهار د غزې په ختیځ کښې د الشجاعیه او الطفه په دوو سیمو کښې د صهیونیسټي رژیم په جنایتونو کښې د څو ښځو او ماشومانو په شمول ۱۹ فلسطینیان شهیدان او یوشمیر نور ژوبل شول.

نیواکګرو همداراز د النصرات کمپ په شمال کې په المغرافه سیمه کې د استوګنې ودانۍ بمبارې کړې او په جنوب کې یې د اسرائیلو توپخانې د رفح ښار لویدیځې سیمې په نښه کړې.


د مطلب کود: 292034

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/292034/د-غزې-په-ختیځ-کښې-صهیونیسټ-رژیم-وروستی-جنایت-۱۹-فلسطینیان-شهیدان-شول

آوا
  https://www.avapress.net