کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د څارويو د خرڅلاو پر ځايونو د دوا پاشي کمپاين پيل شو

26 جوزا 1403 ساعت 11:26

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د کوچني اختر په مناسبت په دغه ولایت کې د څارویو د ناروغیو په ځانګړي ډول د کانګو تبې د خپرېدو د مخنیوي په موخه د دوا پاشي کمپاین پیل شوی دی.


آوا - مزار شریف: د جوزجان ولایت د عامې روغتیا رییس قاري ذبیح الله حسیني وايي، د کرنې او اوبو لګولو ریاست د مالدارۍ ریاست په همغږۍ د څارویو د خرڅلاو پر ځایونو د دوا پاشي کمپاین پیل شوی دی. 

هغه زیاته کړه، زموږ موخه د لوی اختر پر مهال د هېوادوالو ترمنځ د حیواني ناروغیو په ځانګړي ډول د کانګو تبې د خپرېدو مخنیوی دی.

قاري حسيني وويل، کانګو تبه يو له خطرناکو ناروغيو څخه ده، چې له حيواناتو څخه انسان ته د حشراتو له لارې لېږدول کېږي او که يې مخه ونه نيول شي، په انسان کې د روغتيايي ستونزو او مرګ لامل کېږي.

ده وويل: د لوى اختر په ورځو کې د دغې ناروغۍ د خپريدو د مخنيوي په خاطر د خلکو لپاره لازمه ده چې له مسوولينو سره همکاري وکړي او روغتيايي سپارښتنې جدي ونيسي.

په همدې حال کې د جوزجان ولایت د مرکز شبرغان ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي: موږ د څارویو د خرڅلاو په ځای کې د حکومت له خوا د دوا پاشي د کمپاین هرکلی کوو او د قرباني د ذبحې پر مهال به د روغتیا سپارښتنې په پام کې ونیسو.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په ټولو شمالي ولايتونو کې د څارويو د خرڅلاو په موخه د دوا پاشی کمپاين پيل شوى او د قرباني د ذبحې پر مهال د دستکشو اغوستل، د بدن له وينې او نورو مايعاتو سره د بدن د تماس مخه نيول مهم روغتيايي لارښوونې دي.


د مطلب کود: 292022

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/292022/په-جوزجان-کې-د-څارويو-خرڅلاو-پر-ځايونو-دوا-پاشي-کمپاين-پيل-شو

آوا
  https://www.avapress.com