کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فارياب کې ديوې ترافيکي پيښې له امله يوولس تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول

24 جوزا 1403 ساعت 9:48

د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوولس تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.


آوا - کابل: په فاریاب کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

دا ناڅرګنده پیښه د چهارشنبه په ورځ د میمین په ښار کې هغه مهال رامینځته شوه کله چې یو فولډر موټر له سړک څخه واوښت او د یوه کور له دیوال سره ټکر شو.

د فارياب د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي شمس الدين محمدي وويل چې په دې پېښه کې يوولس تنه مړه او څلور نور ټپيان شوي دي.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د فارياب د ترافيکو مديريت مسوولين د موټر چلوونکو بې احتياطي د دغې ترافيکي پيښې اصلي علت بولي.


د مطلب کود: 291947

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291947/په-فارياب-کې-ديوې-ترافيکي-پيښې-له-امله-يوولس-تنه-ووژل-شول-او-څلور-نور-ټپيان

آوا
  https://www.avapress.com