د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت کابل ته د ایران ایر هوايي شرکت د الوتنو د پیل اعلان کړی او وايي چې د دغه شرکت لومړۍ الوتنه نن (د زمري ۲۳مه) وشوه.
کابل ته د ایران ایر هوايي شرکت الوتنې پیل شوې
23 جوزا 1403 ساعت 14:08
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت کابل ته د ایران ایر هوايي شرکت د الوتنو د پیل اعلان کړی او وايي چې د دغه شرکت لومړۍ الوتنه نن (د زمري ۲۳مه) وشوه.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ایران ایر هوايي شرکت نن (چهارشنبه د زمري ۲۳ مه) د کابل نړیوال هوايي ډګر ته خپله لومړۍ الوتنه وکړه.
د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت زیاته کړې چې دغه شرکت به په اونۍ کې یو ځل کابل ته الوتنې وکړي.
تر دې مخکې د ماهان، "یزد ایر" او "کیش ایر" په ګډون د ایران د اسلامي جمهوریت یو شمېر نورو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې دي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د "کام ایر" او "اریانا" هوايي شرکتونه هم له افغانستان څخه ایران ته الوتنې کوي.
د مطلب کود: 291916