د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په خپل کلني راپور (۲۰۲۳) کې د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د ۲۰۲۲ کال په پرتله د نشه يي توکو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نشه يي توکو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی اعلان کړی
23 جوزا 1403 ساعت 10:55
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) په خپل کلني راپور (۲۰۲۳) کې د اسلامي امارت له لوري د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د ۲۰۲۲ کال په پرتله د نشه يي توکو په کښت کې ۹۵ سلنه کموالی راغلی دی.
آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د نشه یی توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) په خپل کلنی راپور (۲۰۲۳) کې د اسلامی امارت د واکمنۍ او په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت د بندیز، د نشه یی توکو کښت او په دغه هېواد کې د تریاکو تولید د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۵ کم شوی دی.
د دغه بنسټ د راپور له مخې، د نشه يي توکو د کښت له کمېدو سره، په افغانستان کې د غنمو د کښت کچه لوړه شوې او دا د دغه هېواد د کروندګرو لپاره د کوکنارو د کښت بدیل ګرځېدلی دی.
د نشه يي توکو او اعتياد پر وړاندې د اروپايي ټولنې د څارنې مرکز خبرداری ورکړی، چې اروپايي ټولنه بايد په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت له کمېدو وروسته په راتلونکي کې د هيرويينو د کمښت د پايلو لپاره ځان چمتو کړي.
اوس، د مخدره توکو او روږدي کیدو لپاره د اروپا د څارنې مرکز رییس الیکسس ګوډیل وویل: "د سپوږمکۍ عکسونو تحلیل ښیې چې بندیز پلي کیږي."
په همدې حال کې اسلامي امارت د نشه يي توکو هر ډول کښت، استعمال او قاچاق منع کړی او په ټول هېواد کې د نشه يي توکو د کښت پر وړاندې په ټول توان سره مبارزه کوي.
د مطلب کود: 291897