کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هېواد کې د نفتو د تصفیې د معیاري فابریکو د جوړولو لپاره د صنعت وزارت هڅې

23 جوزا 1403 ساعت 9:47

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د دغه وزارت سرپرست په افغانستان کې د نفتو د معیاري کارخانو د جوړولو په اړه د یوه ایراني شرکت له استازو سره خبرې او مشورې کړې دي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د «ویرا گاز سپهر سوخت» شرکت له استازو سره په کتنه کې په هېواد کې د تېلو د تصفیې د معیاري کارخانې پر جوړېدو خبرې کړې دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې غونډه کې د ایراني شرکت استازو د افغانستان د نفتو د استخراج له مخې د نفتو د یوې معیاري فابریکې د جوړولو د طرحې د وړاندې کولو ترڅنګ، د کمیت، کیفیت او نوعیت په اړه هم معلومات ورکړي. 

دغه وزارت زیاتوي چې اقتصادي کمېسیون د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د نفتو او ګازو دولتي شرکت او د ملي سټنډرډ ادارې ته دنده سپارلې چې د نفتو د یوې داسې معیاري تصفیې کار وکړي چې د نورو نفتي موادو د تصفیې ظرفیت ولري.


د مطلب کود: 291890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291890/په-هېواد-کې-د-نفتو-تصفیې-معیاري-فابریکو-جوړولو-لپاره-صنعت-وزارت-هڅې

آوا
  https://www.avapress.com