کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسلامي امارت له روسیې سره امنیتي همکارۍ ته چمتو دی

23 جوزا 1403 ساعت 9:41

د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر عبدالمنان عمري له تاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې اسلامي امارت له روسیې سره امنیتي همکارۍ ته چمتو دی.


آوا: د تاس خبري آژانس د خبر له مخې د سه شنبې په ورځ (د جوزا ۲۲ مه) د سنټ پیترزبورګ د اقتصادي غونډې په څنډه کې د اسلامي امارت له وزیر سره خبرې اترې شوې.

د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ویلي دي چې موږ له روسیې سره د امنیتي اړیکو د پراختیا په برخه کې د ښو اړیکو غوښتونکي یو.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت د ترهګرو ډلو له لیست څخه د هغه د ایستلو په اړه د روسیې پریکړې ته ارزښت ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې روسي چارواکو له اسلامي امارت سره اړیکي «اړتیا» بللي او ویلي یې دي چې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه به یې وباسي.

اسلامي امارت دا مهال په روسیه کې د ترهګرو او ممنوع الخروج ډلو په لیست کې دی، خو په وروستیو ورځو کې د سرپرست حکومت درې وزیرانو په بېلابېلو غونډو کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر کړی دی.


د مطلب کود: 291887

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291887/اسلامي-امارت-له-روسیې-سره-امنیتي-همکارۍ-ته-چمتو-دی

آوا
  https://www.avapress.com