د اسرائیلو پوځ نن سهار (سه شنبه) اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب کې په روانو عملیاتو کې د دغه رژیم ۴ پوځیان وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ په رفح کې د خپل یوه قوماندان او د خپلو ۳ پوځیانو وژل کېدل منلي دي
22 جوزا 1403 ساعت 11:59
د اسرائیلو پوځ نن سهار (سه شنبه) اعلان وکړ چې د غزې تړانګې په جنوب کې په روانو عملیاتو کې د دغه رژیم ۴ پوځیان وژل شوي دي.
آوا: د اسرائیلو پوځی راډیو نن سهار خبر ورکړی، چی دغه څلور پوځیان د «جیواتی» لوا څخه وو چی پرون د غزې تړانګی په جنوب کی د رفح په سیمه کی ووژل شول.
د اسرائیلو د رژیم د پوځ د بیان له مخې، په دغو کسانو کې یو یې د شرکت قوماندان او پاتې درې نور یې د ګواتی لوا څخه وو.
د اسرایلو پوځ دغه راز ویلي، چې پرون په رفح کې د دغه رژیم ۶ پوځیان ټپیان شوي او د ۵ تنو وضعیت یې خطرناک بلل شوی دی.
د "المیادین" شبکې د اسرائیلي رسنیو په حواله ویلي، داسې ښکاري چې دغه څلور پوځیان د رفح ښار یوې بمبارۍ ودانۍ ته ننوتلي دي.
د اسرائیلو د داخلی امنیت وزیر اتامار بن ګوور د دغه خبر په هکله په چټکۍ سره غبرګون وښود او ویې ویل: په رفح ښار کښې د ګواتی بریګیډ په حمله کښې زمونږ د څلورو غوره بچیانو د وژل کیدو په خبر سره مونږ سخت غمجن یو.
د حماس پوځي څانګې "کتاب القسام" پرون د دغو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د دوشنبې په ورځ، قاسم اعلان وکړ چې د حماس جنګیالیو د اسرایلي پوځیانو یوه ډله وروسته له هغه چاودنه وکړه چې دوی د شبوریه کمپ ته ننوتل او په یوه پناه ځای کې میشت شول.
په دغه بیانیه کښې دا هم ویل شوي چې د اسرائیلي ځواکونو یوه ډله د دغو پوځیانو د ژغورلو لپاره د شبورا کمپ ته راغلې وه چې د قسام د ځواکونو له خوا پرې حمله هم وشوه.
د مطلب کود: 291844